د ایران د پارلمان رييس محمد باقر قالیباف ویلي، چې د هرمز تنګي په اړه نوې معادله د تثبیت په حال کې ده او د سیمې وضعیت بدلون مومي.
نوموړي پر خپله اېکسپاڼه ادعا کړې، چې د امریکا او د هغې د متحدانو له لوري د اوربند نقض او د محاصرې اقدامات د کښتۍ چلونې او د انرژۍ د ټرانزيټ امنیت له ګواښ سره مخ کړی دی.
قالیباف زیاته کړې، چې اوسنی وضعیت د امریکا لپاره د زغملو نه دی، خو په وینا یې ایران لا هم خپل اقدامات نه دي پیل کړي. دا څرګندونې په داسې مهال کېږي، چې د امريکا د مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) په نړيوالو اوبو کې د کښتيو د ازاد تګــراتګ د خوندي کولو په موخه د «ازادۍ پروژې» له پيل خبر ورکړی دی.

