د ايران د بهرنيو چارو وزير سيد عباس عراقچي په هرمز تنګي کې د امريکا له لوري د «ازادۍ پروژې» پيل ته غبرګون ښودلی او دا پروژه یې «بېپایلې» بللې ده.
عراقچي پر خپله اېکسپاڼه ليکلي، دا چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د سولې خبرې د پاکستان په منځګړيتوب روانې دي، نو امريکا بايد محتاطه واوسي او د «بد نیتو کسانو» په دام کې ونه لوېږي.
نوموړي همداراز متحده عربي اماراتو ته سپارښتنه کړې، چې په دې برخه کې له احتياطه کار واخلي. د هغه په وينا، د هرمز تنګي وروستۍ پېښې ښيي چې د سياسي کړکېچ لپاره نظامي حللار نشته.
بلخوا د امريکا د مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) خبر ورکړی، چې نړیوالو اوبو کې یې د «ازادۍ پروژه» د کښتيو د ازاد تګ-راتګ د خوندي کولو او د سوداګريزو بېړيو د تېرېدو د اسانتيا لپاره پيل کړې ده.
د راپورونو له مخې، د دې پروژې په لومړۍ ورځ د ايران او امريکا د سمندري ځواکونو ترمنځ پوځي ښکېلتیا هم رامنځته شوې وه.

