د اروپایي ټولنې او د المان، فرانسې او کاناډا مشرانو پر متحده عربي اماراتو د ایران وروستي توغندیز او بېپیلوټه بریدونو ته سخت غبرګون ښودلی او دا بریدونه یې په کلکو ټکو غندلي دي.
بلخوا، د اماراتو د دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د ایران له خوا توغول شوي توغندي او ډرونونه شنډ کړی شوي، خو بیا هم د فجیرې په یوه نفتي او صنعتي سیمه کې اورلګېدنه رامنځته شوې او دغه راز په دوبۍ ښار کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.
اروپايي مشرانو په جلا جلا اعلامیو کې دا بریدونه د نړیوالو قوانینو او د هېوادونو د حاکمیت ښکاره سرغړونه بللې ده. د اروپايي کمیسیون مشرې اورسولا فون درلاین ویلي، چې دا ډول کړنې «نه منونکې» دي او د سیمې وضعیت پر اروپا هم مستقیم اغېز لري.
د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون دا بریدونه د «غیرتوجیه او نه منلو وړ» بللي او ټینګار یې کړی، چې هېواد به یې د خپلو متحدینو ملاتړ ته دوام ورکړي. همدارنګه، د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني د تاوتریخوالي د کمېدو او د ډیپلوماټیک حل غوښتنه کړې ده.
د المان لومړي وزیر هم دا بریدونه په سختو ټکو غندلي او د اماراتو له خلکو سره یې خپل ملاتړ څرګند کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې په سیمه کې د امنیتي وضعیت د خرابېدو او د احتمالي پراخې شخړې په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

