ناپېژاندو وسلهوالو د بلوچستان ایالت د هرنايي ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو له یوه کان څخه درې کارګر تښتولي دي.
د پاکستان د کارګرو فدراسیون د بلوچستان څانګې سرمنشي پیر محمد کاکړ ویلي، چې تر دې وړاندې هم د اپرېل په ۲۵مه نېټه د همدې سیمې له یوه کان څخه څلور نور کارګر تښتول شوي وو.
د نوموړي په وینا، دا ډول پېښې تر ډېره د باج اخیستنې له امله ترسره کېږي. هغه زیاتوي چې وسلهوال له کانچلونکو یا ټېکهدارانو څخه د پیسو غوښتنه کوي، او که دا غوښتنه پوره نه شي، نو کارګران تښتوي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په تښتول شویو کارګرانو کې د ځايي اوسېدونکو تر څنګ د خیبر پښتونخوا ایالت د شانګلې، سوات او دېر سیمو کارګران هم شامل دي.

