ډېر لوستل شوي

روسیه او قطر: د هرمز تنګي کړکېچ باید د زور له لارې حل نه شي

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له خپل قطري سیال شیخ محمد بن عبدالرحمن آل‌ثاني سره په ټلېفوني خبرو کې ټینګار کړی، چې د هرمز تنګي کړکېچ د زور له لارې نه حل کېږي او باید پر ځای یې له سوله‌ییزو لارو هڅې زیاتې شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دواړو لوریو هوکړه کړې چې د کړکېچ د حل لپاره باید دایمي سولې ته د رسېدو هڅې پیاوړې شي.

بل‌خوا، د قطر د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې په دې ټلېفوني خبرو کې د مسکو او دوحې ترمنځ پر دوه‌اړخیزو اړیکو، د هغو د پراختیا پر لارو او همدارنګه پر سیمه‌ییزو بدلونونو خبرې شوې دي. په دې بدلونونو کې د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند موضوع، د تاوتریخوالي کمول او د سیمې د امنیت او ثبات ټینګښت شامل دي.

قطر ټینګار کړی، چې ټول لوري باید د روانو منځګړیتوب هڅو ته مثبت ځواب ووایي، څو د خبرو او سوله‌ییزو حل‌لارو له لارې د کړکېچ اصلي لاملونه حل او یو دوامدار تړون رامنځته شي چې د تاوتریخوالي د بیا زیاتېدو مخه ونیسي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې دوه ورځې وړاندې امریکا د «ازادۍ پروژې» په نوم د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د تګ‌-راتګ لپاره پوځي عملیات پیل کړي و، خو دا بهیر وروسته د امریکا د ولسمشر له لوري په لنډمهاله ډول ودرول شو.

اړوند خبرونه