د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبر ورکړی، چې په هرمز تنګي کې د «ازادۍ پروژې» عملیات یې په لنډمهاله او ازمایښتي ډول درولي دي.
ټرمپ ویلي، چې دا پرېکړه د پاکستان او څو نورو هېوادونو د غوښتنې، د امریکا د پوځي بریا او له ایران سره د احتمالي وروستي تړون د پرمختګ له امله شوې ده.
هغه ټینګار کړی، چې د پروژې له ځنډ سره سره به پر ایران لګول شوی سمندري فشار او محاصره هماغسې دوام ولري. د نوموړي په وینا، دا وقفه به دا څرګنده کړي چې ایا له ایران سره تړون وروستي پړاو ته رسېدای شي او که نه.
د یادونې وړ ده، چې د امریکا مرکزي قوماندانۍ دوه ورځې وړاندې د دې پروژې د پیل اعلان کړی و، چې هدف یې د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو بېړیو خوندي تګ-راتګ تضمینول وو. په دې عملیاتو کې سل جنګي الوتکې، ۱۵ زره سرتېري او سمندري ځواکونه شامل وو.
دا پرمختګ داسې مهال رامنځته کېږي چې ځینو ایراني رسنیو راپور ورکړی و، دوه امریکایي بېړۍ د همدې عملیاتو پر مهال د تنګي په سوېلي «صخرهییزو» اوبو کې له ستونزو سره مخ شوې دي.

