عامې روغتیا وزارت د نږدې پنځه میلیون ډالرو په ارزښت د هرات ولایت د درملو او روغتیایي محصولاتو د کیفیت ارزونې لابراتوار لپاره پرمختللي وسایل پېرلي دي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې دا اقدام سوداګرو او صنعتکارانو ته د لا زیاتې اسانتیا برابرېدو په موخه شوی دی.
خبرپاڼه کې د هرات د روغتیا ریاست مسوولینو په حواله لیکل شوي چې د دغه لابراتوار د ودې او معياري کېدو لپاره د خصوصي سکټور او دولت همکاري اړينه ده، څو د ازموينو لپاره بهرنیو هېوادونو ته د نمونو لېږلو اړتيا له منځه لاړه شي.
بلخوا یو شمېر صنعتکارانو د دغه لابراتوار جوړېدل د خپلو محصولاتو د ازموينې په برخه کې مهم ګام بللی او په وینا یې چې له دې وروسته به د خپلو توليداتو نمونې په لنډ وخت او اسانه توګه په همدې مرکز کې ازمویلی شي.

