ډېر لوستل شوي

روسیه او اوکراین د زرګونه اسیرانو پر تبادلې سلا شوي

د روسیې او اوکراین استازو د امریکا په منځګړیتوب د جګړې د اسیرانو د تبادلې پر یوه مهم تړون هوکړه کړې، چې له مخې به یې دواړه لوري زر ـ زر اسیران سره تبادله کړي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلېنسکی ویلي، چې روسیې د «زر په بدل کې زر» فورمول منلی او د دې هوکړې تایید یې کړی دی. هغه ټینګار کړی چې هېواد یې تل هڅه کوي خپل وګړي له بندخونو بېرته راستانه کړي او اړوندو ټیمونو ته یې سپارښتنه کړې چې ژر تر ژره د تبادلې لپاره چمتووالی ونیسي.

زلېنسکي دا اقدام د جګړې له مهمو بشردوستانه موضوعاتو څخه بللی او ویلي یې دي چې د اسیرانو خوشې کول د اوکراین له اساسي لومړیتوبونو څخه دي.

نوموړي د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر او د هغه د ټیم له «اغېزمن او رغنده» ډیپلوماټیک رول څخه مننه کړې او غوښتې یې دي چې واشنګټن دې ډاډ ترلاسه کړي، څو روسیه پر دې هوکړې ژمن پاتې شي.

روسیه او اوکراین چې له څو کلونو راهیسې په سختې جګړې کې ښکېل دي، تر دې مخکې یې هم څو ځله د اسیرانو او د وژل شویو سرتېرو د جسدونو تبادله کړې ده.

اړوند خبرونه