د امريکا د جګړې وزارت (پنټاګون) تر ۱۶۰ ډېرو د ناپېژانده او ناليدل شويو فضايي پدېدو د اسنادو يوه ټولګه خپره کړې.
پنټاګون د امريکا د پوځ له لوري ځانګړې ويډېوګانې خپرې کړې، چې هوا کې ستوري ته ورته موجود پکې خوځېږي او نورو ویډيوګانو کې هم بېلابېل نااشنا موجودات ښکاري.
«سياېناېن» د پنټاګون په حواله ويلي، چې له دې وروسته به عام خلک وکولی شي، چې له امنيتي اجازې پرته د دې پېښو اصلي دولتي توکو ته مستقيم لاسرسی پيدا کړي.
د امريکا د جګړې وزارت ټینګار کړی، چې د دا ډول پټو اسنادو خپرول به دوام ولري، څو خلک په خپله ارزونه وکړي.

