ډېر لوستل شوي

خیبرپښتونخوا کې خونړی برید؛ شاوخوا ۲۰ پاکستاني عسکر پکې وژل شوي

د خیبرپښتونخوا په بنو کې د پولیسو پر یوې پوستې خونړی برید شوی چې له امله یې شاوخوا ۲۰ پاکستاني پولیس پکې وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې، دا برید تېره شپه د یوه «موټر بم» په وسیله پیل چې له چاودنې وروسته وسله‌والو کسانو پر پوستې برید کړی او پر پولیسو یې ډزې پیل کړې. امنیتي سرچینې وایي، بریدکوونکو سیمې ته پر مرستندویه ځواکونو هم برید کړی او سخته مرګ‌ژوبله یې ور اړولې ده.

یو شمېر چارواکو ویلي، د برید پر مهال تر ۱۵ ډېر پولیس په پوستې کې وو او ښايي ټول وژل شوي وي. همدارنګه، راپورونه ښيي چې بریدګرو په دې پېښه کې بې‌پیلوټه الوتکې (ډرونونه) هم کارولي دي.

د پېښې له رامنځته کېدو وروسته، امبولانسونه او اضافي امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او د بنو دولتي روغتون کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.

د «اتحاد المجاهدین» په نوم یوې وسله‌والې ډلې د دې برید مسوولیت منلی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم په خیبرپښتونخوا کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو ورته خونړي بریدونه شوي، چې ډېری یې د تحریک طالبان پاکستان له لوري ترسره شوي دي.

اړوند خبرونه