د کانونو او پټرولیم وزارت خبر ورکړی چې د کندوز ولایت «قلعهزال» ولسوالۍ د سرو زرو کان د استخراج تړون د ۲۰ میلیون ۲۴۰ زره امریکایي ډالرو په پانګونې لاسلیک شوی دی.
د دغه وزارت ویاند، همایون افغان په اېکسپاڼه لیکلي چې دا تړون د ملا هدایت الله بدري له لوري د اذربایجان او قرغیزستان د سفیرانو په شتون کې د سبحان مومند شرکت او د اذربایجان ریف ګروپ LLC شرکت سره د پنځو کلونو لپاره لاسلیک شوی دی.
ښاغلي افغان لیکلي، یاد شرکت ژمنه کړې چې د ۳۰ سلنه رویالټۍ د ورکړې ترڅنګ به ۲۰۰ زره امریکایي ډالر په بېلابېلو ټولنیزو خدماتو ولګوي او همدارنګه به په مستقیم او غیرمستقیم ډول ۱۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.
په ورته مهال د کانونو او پټرولیم وزیر، ملا هدایت الله بدري د دغه تړون لاسلیک د دریو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې یو مثبت ګام دی. همداراز د اذربایجان او قرغیزستان سفیرانو ویلي چې د دوی شرکتونه د افغانستان د کانونو په برخه کې لا زیاتې پانګونې ته لېوالتیا لري.

