ډېر لوستل شوي

قطر د امریکا او ایران ترمنځ د منځګړیتوب هڅو ته د مثبت ځواب غوښتنه کړې

د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل‌ثاني له ټولو ښکېلو خواوو غوښتي چې د امریکا او ایران ترمنځ د منځګړیتوب هڅو ته مثبت ځواب ووایي.

آل‌ثاني د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر فیصل بن فرحان آل‌سعود سره په ټلېفوني خبرو کې ټینګار کړي، چې د داسې دوامدار هوکړې لپاره هڅې ضروري دي چې په سیمه کې د کړکېچونو د بیا زیاتېدو مخه ونیسي. نوموړي ویلي چې روانې ډیپلوماټیکي هڅې د تاوتریخوالي کمولو او د سیمې د امنیت او ثبات د پیاوړتیا لپاره مهمې دي.

په ورته مهال، دواړو لوریو د دوحې او ریاض ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا پر لارو چارو هم خبرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې آل‌ثاني تازه د امریکا د متحده ایالتونو له رسمي سفره ستون شوی. همدارنګه، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې له قطري چارواکو سره یې په لیدنه کې د دواړو هېوادونو پر همکارۍ، د ګواښونو د مخنیوي او په منځني ختیځ کې د ثبات پر پیاوړتیا خبرې شوې دي.

اړوند خبرونه