ډېر لوستل شوي

“پر دندو د يو ميليون او ۴۶۵ زره هېوادوالو د ګومارلو هڅې روانې دي”

د کار او ټولنيزو چارو وزارت د کار چارو مرستيال مولوي محمد ذاهد احمدزي د «۱۰۶۰ خالي بستونو د اعلانولو» کنفرانس کې ويلي، چې د دوی وزارت هڅه کړې، څو ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر او په دې برخه کې لا هم هڅې روانې دي.

د اميد راډيو خبريال په دې کنفرانس کې د ښاعلي احمدزي په حواله ويلي، چې بېلابېلو سکټوري ادارو ورسره وعدې کړې، چې يو ميليون او ۴۶۵ زره کسان به په دندو وګوماري.

د کار چارو مرستيال زياته کړې، دا مهال په ټول هېواد کې د حرفوي زده‌کړو ۵۲ فعال مرکزونه شته، چې پکې زرګونه ځوانان په حرفوي زده‌کړو بوخت دي. مولوي محمد ذاهد احمدزي له ټولو ادارو غوښتي، څو ځوانانو ته د کاري بوختياوو په برابرولو کې هڅی وکړي او د کار زمينې برابرې کړي.

اړوند خبرونه