ډېر لوستل شوي

د ایران په همغږۍ له هرمز تنګي د نفتو يوه بله ‌لېږدوونکې بېړۍ هم تېره شوې

ايراني رسنيو خبر ورکړی، چې له هرمز تنګي د تېلو يوه بله ‌لېږدوونکې بېړۍ د ایران په همغږۍ تېره شوې او دا مهال د عمان په سمندر کې د ویتنام پر لورې روانه ده.
د تسنيم خبري اژانس د راپور له مخې، دا بېړۍ د عراق خام نفت لېږدوي او اوس د ویتنام د «ناګي سون» بندر پر لورې حرکت کوي.
سرچینو ویلي، بېړۍ له هرمز تنګي څخه تر تېرېدو وروسته په خوندي ډول د عمان سمندر ته رسېدلې ده.
دا په داسې مهال ده، چې په وروستیو کې د سیمې د امنیتي وضعیت او په هرمز تنګي کې بېړيو د تګ‌ــ‌راتګ په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

اړوند خبرونه