د سوېلي کوریا د بهرنيو چارو وزارت وایي، هرمز تنګي کې د دې هېواد پر یوې بار وړونکې کښتۍ شوې اورلګېدنه د بهرني برید له امله رامنځته شوې ده.
ياد وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، د دوی د څېړنو له مخې د «نامو» په نوم بار وړونکې کښتۍ د غویي په ۱۴مه د دوو توغندیو ته ورته ناپېژندل شویو هوايي شیانو له لګېدو وروسته اور اخیستی و.
بلومبرګ خبري شبکې راپور ورکړی، چې دا د یادې پېښې په اړه د سیول لومړنۍ رسمي څرګندونې دي، خو تر اوسه سوېلي کوریا نه دي ویلي، چې دا برید له کوم لوري شوی دی.

