د ټولګټو وزارت خبر ورکړی، چې په تېره اوونۍ کې د هېواد د وسپنې پټلۍ له لارې ۲۳۵ زره او ۳۶۲ مټریک ټنه نفتي او غیر نفتي توکي انتقال شوي دي.
د ياد وزارت وياند محمد اشرف حقشناس وايي، چې د حیرتان بندر له لارې ۱۶۰ زره او ۶۳ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۱۸ زره او ۶۹۵ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۲۳ زره او ۶۱۶ ټنه او د خواف ـ هرات کرښې له لارې ۳۲ زره او ۹۸۸ ټنه انتقالات شوي دي.
د ښاغلي حقشناس په وينا، په دې انتقالاتو کې ۱۱۹۲ ټنه صادرات هم شامل دي، چې ډېره برخه یې وچه مېوه، معدني ډبرې او د انارو جوس جوړوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د وسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد ډېرېدل د کاري فرصتونو، ملي عوایدو او اقتصادي ثبات په پیاوړتیا کې مهم رول لري، او هڅه روانه ده چې سوداګرو ته لا ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.

