د اسلامي امارت وياند مولوي ذبيحالله مجاهد د پاکستان وروستيو څرګندونو ته غبرګون ښودلی او دا څرګندونې يې «بېبنسټه» بللې دي.
ښاغلي مجاهد پر خپله اېکسپاڼه ليکلي، چې اسلامي امارت د ستونزو حل د تورونو، ګواښونو او احساساتي دريځونو پر ځای د تفاهم، متقابل درناوي او واقعي همکاري له لارې ممکنه بولي.
مولوي ذبيحالله مجاهد يو ځل بيا ټينګار کړی، چې د افغانستان خاوره د هيڅ هېواد پر وړاندې نه کارول کېږي.
وياند ډاډ ورکوي، چې هېچا ته به اجازه ور نهکړل شي، چې د سيمې امنيت او ثبات زيانمن کړي. دا په داسې مهال ده، چې دې وروستيو کې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منير ادعا کړې وه، چې ګواکې د بلوچستان بنو ولسوالۍ کې د پوليسو پر مرکز وروستی بريد له افغانستان پلان شوی و.

