د خیبر پښتونخوا د لکي مروت ولسوالۍ په یوه بازار کې د چاودنې له امله د دوو پاکستاني پولیسو په ګډون نهه کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.
د پاکستان ژغورنې ادارو ویلي، د پېښې ځای ته امبولانسونه او د اور وژنې ډلې لېږل شوې دي.
د ځايي مسوولينو په وينا، د بنو روغتونونو ته ګڼ ټپیان لېږدول شوي او د ځینو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.
دا په تېرو څلورو ورځو کې په لکي مروت کې دویم خونړی برید بلل کېږي. دا په داسې مهال ده، چې تر دې وړاندې هم په همدې سیمه کې د «موټر بم» او پر پولیسو د بریدونو له امله ۱۵ پولیس وژل شوي وو.

