ډېر لوستل شوي

ټرمپ: له ایران سره د اوربند د دوام چانس یوازې یو سلنه پاتې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې له ایران سره د اوربند وضعیت خورا نازک شوی او د دوام چانس یې یوازې یوې سلنې ته راکم شوی دی.

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې له خبریالانو سره د امریکا د سولې وړاندیز ته د ایران وروستی ځواب «کمزوری او بې‌ارزښته» بللی او ټینګار یې کړی چې دې کار د هوکړې هیله نوره هم کمه کړې ده.

د «سي‌اېن‌اېن» راپور له مخې، په هرمز تنګي کې نښتې، متقابل بریدونه او د ایران د اټومي پروګرام پر سر اختلافات هغه مهم عوامل دي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ اوربند یې ډېر کمزوری کړی دی.

دا څرګندونې په داسې مهال کېږي، چې امریکا تازه د ایران د سولې وړاندیز ځواب ترلاسه کړی؛ تهران دا د خپل مشروع حق په توګه یادوي، خو ټرمپ هغه «نه منونکی» بولي.

اړوند خبرونه