ډېر لوستل شوي

د علي‌رضا بیکدلي او ملا عبدالحق همکار کتنه؛ د ۵۰۰ کيلوولټ برېښنا لېږد پر طرحې بحث شوی

په کابل کې د ایران سرپرست سفیر، علي‌رضا بیکدلي د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس، ملا عبدالحق همکار سره کتلي او دواړو لوریو د ۵۰۰ کيلوولټ برېښنا لېږد پر طرحې، بيا نوې کېدونکې انرژۍ، د پانګونې فرصتونو او ګډو همکاريو پر پراختيا خبرې کړې دي. 

د برېښنا شرکت په خبرپاڼه کې د ښاغلي همکار په حواله ویل شوي چې د ایران او افغانستان ترمنخ به همکاري پراخه او د انرژۍ د تبادلې لپاره لازم سهولتونه رامنځته شي.

د برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس همداراز د ۵۰۰ کيلوولټ برېښنا لېږد مزي غځولو پر طرحې خبرې کړې دي. 

بلخوا د ایران سفیر ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره په اقتصادي، سوداګريزو او انرژۍ برخو کې همکارۍ ته لېوالتیا لري.

د نوموړي په وینا چې د بيا نوې کېدونکې انرژۍ په برخه کې د ګډو همکاريو د پراختيا لپاره ښه فرصتونه رامنځته شوي، څو په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره ګډ کار وشي او له دې لارې د سيمه‌ييزو همکاريو پراختيا ته زمينه برابره شي.

اړوند خبرونه