د عامې روغتيا وزارت د خوړو او درملو مرستيال مولوي حمدالله زاهد مسکو ته د روسيې له يو شمېر روغتيايي چارواکو سره په کتنه کې د درملو د صادراتو د اسانتياوو او په افغانستان کې د پانګونې د پراختيا پر اړتيا ټينګار کړی دی.
ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، ښاغلي زاهد په دې ناسته کې د روسیې د عامې روغتیا وزارت له مرستیالانو، د نړیوالو همکاريو او عامه اړیکو له مسوولینو او د طبي وسایلو د ثبت او کنټرول ادارې له چارواکو سره خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې، دواړو لوريو د خوړو، درملو او طبي محصولاتو په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا، د تفاهملیکونو پر لاسلیک، د پانګونې د اسانتیاوو رامنځته کولو، د درملو د وارداتو او صادراتو د بهیر ښهوالي، او د درمل جوړوونکو شرکتونو د ثبت او راجستر پر میکانیزمونو بحث کړی دی.
همدارنګه په دې ناسته کې د روسیې د درملو د کیفیت د کنټرول له لابراتوارونو لیدنه، د افغان روغتیايي کادرونو د ظرفیت لوړول، او د درملو د تنظیم او کیفیت د کنټرول په برخه کې د روسي معیارونو او سیستمونو د کارولو موضوعات هم مهم بلل شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویلي، له دې سفره یې اصلي موخه افغان سوداګرو ته د معیاري او ارزانه درملو د وارداتو اسانتیا برابرول او همدارنګه د ګډې پانګونې جلب دی.
یاد وزارت زیاتوي، وروسته له هغې چې له پاکستانه د درملو، طبي وسایلو او تجهیزاتو واردات بند شوي، هڅې روانې دي چې د بدیل بازارونو له لارې وړ بدیلونه برابر او په هېواد کې د پانګونې فرصتونه زیات شي.

