د پاکستان پوځ خبر ورکړی چې د بلوچستان په دوو بېلابېلو سيمو کې د وسلهوالو د بريد له امله د يوه پاکستاني جګړن په ګډون پنځه عسکر وژل شوي دي.
ياد پوځ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، په وژل شویو سرتېرو کې جګړن توصیف احمد بهټي، ټیټ پوړي سرتېري فدا حسین، ذاکر حسین، سهیل احمد او محمد ایاز شامل دي.
د پاکستان پوځ دا عسکر د بلوچستان د بارکان (بارکهان) ولسوالۍ د نوشام په سيمه کې د وسلهوالو پر ضد د «لټون او چاڼيز» عملياتو پر مهال وژل شوي دي. يو شمېر پاکستاني فعالان بيا وايي، په دې وروستيو کې د پاکستان کورنی امنيت له ننګونو سره مخ دی، امنيتي پېښې ورځ تربلې په زياتېدو دي او په وينا يې چې دا پېښې د پوځ له کنټرول څخه وتې دي.

