د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي، د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ د «پیچلو او له ننګونو ډکو» اړیکو ستراتیژیک مدیریت د امریکا لپاره حیاتي ارزښت لري.
نوموړي له فاکسنیوز سره په خبرو کې چین د امریکا تر ټولو لوی جیوپولیټیک سیال بللی او ټینګار یې کړی چې دا اړیکه د واشنګټن لپاره تر ټولو مهمه هم ده او باید په دقت مدیریت شي.
روبیو زیاته کړې چې د دواړو هېوادونو ګټې په ځینو برخو کې سره ټکر لري، خو د جګړو د مخنیوي او د نړیوال ثبات د ساتلو لپاره د دغو اختلافاتو مدیریت اړین دی.
هغه همداراز هیله څرګنده کړې چې بیجینګ به د ډونالډ ټرمپ او شي جین پینګ تر لیدنې وروسته، د ایران د کړکېچ په حل کې فعاله ونډه واخلي. دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې ټرمپ د درې ورځني سفر په ترڅ کې چین ته رسېدلی او ټاکل شوې، له خپل چینایي سیال سره د مهمو مسایلو، لکه ایران، سوداګرۍ او تایوان په اړه خبرې وکړي.

