د زابل ولایت په «شاجوی» ولسوالۍ کې د شاوخوا ۲۵۰ میلیون افغانیو په پانګونې د خصوصي سکټور له لوري په دولتي ځمکه کې د سوداګریز، کرنیز او مالدارۍ کمپلکس جوړولو چارې پیل شوې دي.
د دغه ولایت مقام د رسنیو دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې پراختیایي پروژې د بنسټ ډبره د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري او سیمهییزو چارواکو په شتون کې اېښودل شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې چې یاد کمپلکس به د «آباد هېواد» شرکت له لوري په ۳۰۷ جریبه ځمکه جوړ شي چې د ژوند ټولې لومړنۍ اسانتیاوې به ولري. د سرچینې د معلوماتو له مخې چې د دې پروژې په لومړي پړاو به ۱۰۰ میلیون افغانۍ پانګونه وشي.

