د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په تازه څرګندونو کې پر کوېټ تور لګولی چې د تفرقې اچولو ښکاره هڅه کوي.
عراقچي دا د هغو پېښو په تړاو بللې چې پکې د کوېټ ځواکونو د یوې ایراني کښتۍ پر ضد اقدام کړی او څلور ایراني وګړي یې نیولي دي.
د کوېټ دولتي خبري اژانس «کونا» د دې هېواد د کورنیو چارو وزارت له قوله راپور ورکړی، چې یاد کسان د سپاه پاسداران غړي وو او غوښتل یې د سمندر له لارې کوېټ ته داخل شي، نیول شوي دي.
خو عراقچي دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې کوېټ په ناقانونه ډول پر یوې ایراني کښتۍ برید کړی او څلور ایراني وکړي یې د فارس خلیج په اوبو کې نیولي دي. د هغه په وینا، دا پېښه د یوې داسې ټاپو ته نږدې رامنځته شوې چې امریکا ترې پر ایران د برید لپاره استفاده کوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د نیول شویو کسانو د سملاسي خوشې کېدو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې تهران د ځواب ورکولو حق ځان ته محفوظ ګڼي. د ویلو ده چې کوېټ د فارس خلیج له هغو هېوادونو څخه دی چې له ایران سره سمندري پوله لري.

