ډېر لوستل شوي

روغتیا سازمان: د ۴۳ زرو فسلطینیانو هډونه د رغېدو نه دي

 د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو.اېچ.او) ویلي، چې صهیونیست رژیم د ۲۰۲۳ کال راهیسې ۴۳ زره فلسطینیان داسې ټپیان کړي چې هډونه یې له رغېدو وتي او له تلپاتي معلولیت به رنځیږي.

د یاد سازمان په وینا، ددغو لاعلاجه معلولینو له منځه نږدې څلورمه برخه ماشومان دي، چې شمېر یې شاوخوا ۱۰ زرو ته رسېږي.

یاد سازمان غوښتنه کړې چې غزې ته د بیارغونې تجهیزات، مصنوعي غړي، مرستندویه وسایل او اړین درمل باید پر وخت واستول شي. له غزې وروستي راپورونه ښیي چې هلته د صهیونیست رژیم له لوري په ټولوژنو کې شاوخوا ۷۳ زره تنه شهیدان او ۱۷۲ زرو ډېر ټپیان شوي.

اړوند خبرونه