نيويارک ټايمز خبر ورکړی چې امريکا او اسراييل د ايران په وړاندې د احتمالي بريد په تړاو پراخ چمتووالی نيسي او ښايي چې راتلونکې اوونۍ بريد وکړي.
په راپور کې ویل شوي، واشنګټن او تلابیب د وضعیت د سختېدو په تړاو جدي ارزونې روانې ساتلې، او د ایران د اټومي پروګرام د مهار لپاره بېلابېل انتخابونه تر بحث لاندې دي.
ځینو امریکايي او اسراييلي سرچینو اندېښنه ښودلې، که د روان کړکېچ د حل لپاره سیاسي هوکړه رامنځته نه شي، نو په سیمه کې به د جګړې نوی پړاو لا سخت شي. دا په داسې مهال ده، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له بېجينګ څخه واشنګټن ته له رسېدو سره سم ويلي چې د چين له ولسمشر شي جينپينګ سره يې د ايران د اټومي وسلو په تړاو خبر کړې دي.

