ډېر لوستل شوي

د ټرمپ درې ورځني سفر پای؛ “ايران بايد اټومي وسلې ترلاسه نه‌کړي”

د امريکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له چين څخه تر درې ورځني سفر وروسته بېرته امريکا ته ستون شوی دی.
فاکس نيوز د يوې ويډېو په خپرولو سره ويلي، نوموړي تېر ماښام «جواينټ بېس انډروز» هوايي اډې ته له رسېدو سره سم، خبريالانو او هرکلي کوونکو ته لاس ښورولی او د بريا خپله مشهوره اشارې يې کړې ده.
ټرمپ ويلي، د چين له ولسمشر شي جين‌پينګ سره يې په دې هوکړه کړې چې ايران بايد اټومي وسلې ترلاسه نه‌کړي.
د امريکا ولسمشر همداراز ټینګار کړی چې د هرمز تنګي بېرته پرانېستل د نړیوالې سوداګرۍ او انرژۍ د لېږد لپاره مهم دی.

اړوند خبرونه