په داسې حال کې چې چين ته د امريکا د ولسمشر سفر پای ته ورسېد، ټاکل شوې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم روانه اوونۍ د چین د ولسمشر شي جينپينګ په رسمي بلنه بېجنګ ته دوه ورځنی سفر وکړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي، دا سفر به د مۍ میاشتې په ۱۹مه او ۲۰مه نېټه ترسره شي.
په خپره شوې خبرپاڼه کې د دې سفر د اجنډا او د دواړو مشرانو ترمنځ د خبرو د موضوعاتو په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي، خو تمه کېږي چې دواړه لوري به پر سیاسي، اقتصادي او نړیوالو همکاریو خبرې وکړي.
دا په داسې مهال ده چې تر دې وړاندې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په درې ورځني سفر بېجنګ ته تللی و او د چين له ولسمشر سره يې په بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.

