د اسراییلو اشغالګر رژیم پوځ د غزې پر تړانګه پر اوربند سربېره تازه بریدونه کړي چې له امله یې ۷ فلسطینیان شهیدان او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، دا بریدونه پر یوه ملکي موټر او د استوګنې پر یوې ودانۍ ترسره شوي دي.
ترکي رسنیو ویلي، پر یوه ملکي موټر برید کې درې تنه او څلور نور کسان د غزې د «رمال» سیمې پر یوه استوګنیز کور د برید له امله شهیدان شوي دي.
د معلوماتو له مخې، په شهیدانو کې درې ښځې او یو ماشوم هم شامل دي، او د ټپیانو شمېر شاوخوا ۴۵ تنو ته رسېږي.
بلخوا د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د دغه رژیم دفاع وزیر یسراییل کاتز ادعا کړې چې دا بریدونه د حماس د پوځي څانګې د مشر «عزالدین الحداد» د په نښه کولو لپاره ترسره شوي دي.
د حماس غورځنګ تر اوسه د دغه غړي نښه کېدو په اړه څه نه دي ویلي.
راپورونه زیاتوي چې اسراییلي رژیم د حماس او اسراییلو ترمنځ د تېرو میاشتو راهیسې د روان اوربند پر مهال څو ځله د اوربند په نقض تورن شوی دی.

