د بریټانیا حکومت تازه د ډرون ضد نوی توغندیز سیستم د دغه هېواد شاهي هوايي ځواکونو ته په منځني ختیځ کې سپارلی چې په کم لګښت به بېپیلوټه الوتکې شنډې کړي.
د راپورونو له مخې، دا اقدام د خلیجي هېوادونو د ساتنې لپاره د بریټانیا د هڅو د زیاتېدو په لړ کې ترسره شوی دی.
ویل شوي، دا نوی سیستم تر ازموینې یوازې دوې میاشتې وروسته عملياتي شوی او ټاکل شوې د بریټانیا د شاهي هوايي ځواکونو پر «ټایفون» جنګي الوتکو نصب شي.
د خپرو شویو معلوماتو پر بنسټ، په دې سیستم کې کارېدونکي توغندي هر یو شاوخوا ۲۰ زره امریکايي ډالره ارزښت لري او د ارزانه ډرونونو د شنډولو لپاره به د ګرانبیه هواي توغندیو بدیل وګرځي.
په راپور کې راغلي چې د «APKWS» په نوم دا سیستم د لېزري هدایت ټکنالوژۍ په وسیله ۷۰ مليمتري «هایدرا» راکټونه پر دقیقو وسلو بدلوي، چې د ډرونونو او نورو هوايي ګواښونو د په نښه کولو وړتیا لري.
بریټانوي چارواکو ویلي، د دې سیستم عملي کېدل ښيي چې لندن د ارزانه ډرونونو د زیاتېدونکي استعمال پر وړاندې خپله دفاعي تګلاره بدله کړي.
دا نوی د ډرون ضد سیستم داسې مهال فعالېږي چې د ایران پر ضد د احتمالي نوي برید د چمتووالي په اړه هم رسنیز راپورونه خپاره شوي دي.

