ډېر لوستل شوي

قالیباف: نړۍ د نوي نړیوال نظم پر لور روانه ده

د ایران د پارلمان رییس محمد باقر قالیباف ویلي، نړۍ د یوه نوي نړیوال نظم د رامنځته کېدو په درشل کې ده.

قالیباف دا څرګندونې د چین د ولسمشر شي جین‌پینګ خبرو ته په اشارې پر خپله اېکس‌پاڼه کړې دي.

نوموړي ټینګار کړی چې د ایران د خلکو «۷۰ ورځني مقاومت» د نړۍ د نوي نظم د بدلون بهیر ته لا زیات چټکتیا ورکړې ده.

د ایران د پارلمان رییس د شي جین‌پینګ له قوله لیکلي، هغه بدلونونه چې په تېره یوه پېړۍ کې بې‌ساري وو، اوس په ټوله نړۍ کې په چټکۍ سره روان دي.

قالیباف همداراز زیاته کړې چې «راتلونکی د نړیوال جنوب» پورې تړاو لري.

دا اصطلاح چې ډېری وخت د غیر لوېدیځو هېوادونو او د لوېدیځو قدرتونو پر وړاندې د راټوکېدونکو اقتصادي او سیاسي بلاکونو لپاره کارول کېږي.

اړوند خبرونه