د غزې روغتیايي سرچینو خبر ورکړی چې د اسراییلو د هوايي او توپچي بریدونو له امله د غزې ښار او د تړانګې د شمالي سیمو په بېلابېلو برخو کې لږ تر لږه ۱۱ فلسطینیان شهیدان شوي دي.
د راپورونو له مخې، په دې بریدونو کې تر ۶۰ زیات کسان ټپیان شوي هم دي.
سرچینې وایي، بریدونه د استوګنې پر سیمو ترسره شوي او د ژغورنې ډلې لا هم د زیانمنو شویو سیمو د پلټنې او ټپیانو د لېږد هڅې روانې ساتلې دي.

