د افغانستان لپاره د بریټانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینزي په دوحه کې د افغانستان له سفیر محمد سهیل شاهین سره لیدلي او د کابل او اسلاماباد ترمنځ د اړیکو پر ښهوالي یې خبرې کړې دي.
ریچارډ لینزي ویلي، په دې لیدنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه کولو لپاره د عملي ګامونو پر اړتیا ټینګار شوی دی.
هغه همداراز زیاته کړې چې د افغانستان په راتلونکې کې د ښځو او نجونو د شاملېدو اهمیت هم د خبرو مهمه برخه وه.
د بریټانیا ځانګړي استازي دا لیدنه مهمه او ګټوره بللې، خو د خبرو نور جزیات یې نه دي خپاره کړي.
بلخوا، تر اوسه محمد سهیل شاهین هم د دې لیدنې د جزیاتو په اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده چې په بریټانیا سربېره چین هم د کابل او اسلاماباد ترمنځ د اړیکو د ښهوالي لپاره هڅې روانې ساتلې دي.

