د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د سعودي عربستان، قطر، متحده عربي اماراتو او ځینو نورو هېوادونو په غوښتنه یې پر ایران احتمالي برید د لنډ وخت لپاره ځنډولی دی.
ټرمپ ویلي، امریکا د سېشنبې ورځې لپاره د «یو ډېر ستر برید» بشپړ چمتووالی درلود، خو د سیمې د ځینو هېوادونو د غوښتنې له مخې یې دا اقدام د دوو تر درېیو ورځو پورې ځنډول شوی دی.
هغه زیاته کړې چې یادو هېوادونو د دې لپاره ترې د برید ځنډولو غوښتنه کړې چې د ایران او امریکا ترمنځ د احتمالي هوکړې لپاره خبرې وروستي پړاو ته نږدې شوې دي.
د امریکا ولسمشر ویلي، که داسې هوکړه وشي چې ایران اټومي وسلو ته لاسرسی ونه لري، نو واشنګټن به هم ترې راضي وي.
ټرمپ هیله ښودلې چې دا لنډمهالی ځنډ په دایمي ځنډ بدل شي، ځکه د ده په وینا امریکا له تهران سره «ډېرې مهمې خبرې» کړې دي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې ایراني رسنیو راپور ورکړی، تهران واشنګټن ته د پاکستان په منځګړیتوب خپل «تر ټولو جدي وړاندیز» په ۱۴ مادو کې سپارلی دی.

