د کينيا د کورنيو چارو وزير خبر ورکړی چې د تېلو د بيو د لوړېدو پر ضد د اعتراضونو پر مهال د دې هېواد په بېلابېلو ښارونو کې څلور کسان وژل شوي او تر ۳۰ زيات نور ټپيان شوي دي.
رويټرز د ياد وزارت په حواله ويلي، لاريونونه د عامه ټرانسپورټ ټولنې د تېلو د بيو د زياتوالي پر ضد په ټول هېواد کې د ټرانسپورټ اعتصاب له اعلان وروسته پيل شوي دي.
په همدې حال کې د ټرانسپورټ او انرژۍ وزارتونو او د عامه ټرانسپورټ د مسوولينو ترمنځ ناسته هم ترسره شوې، خو تر اوسه د روان کړکېچ د حل لپاره کومه وروستۍ هوکړه نه ده شوې.

