په ايران کې د افغانستان سفير مولوي فضل محمد حقاني د ايران د بهرنيو چارو وزارت د سوېلي اسيا له عمومي مدير او د وزير له سلاکار محمدرضا بهرامي سره کتلي دي.
په تهران کې د افغانستان سفارت ويلي، په دې ليدنه کې د دواړو لوريو ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو، د هرات ـ مزارشريف وسپنې پټلۍ پروژې، په ايران کې د مېشتو افغان کډوالو ستونزو او د سفارت اړوند يو شمېر داخلي موضوعاتو په اړه خبرې او د نظر تبادله شوې ده. سفارت دغه راز ويلي، دواړو لوريو د ګډو همکاریو پر پراختيا او د شته ستونزو د حل پر دوامدار تعامل ټينګار کړی دی.

