د معيار او کیفیت ادارې خبر ورکړی چې د فراه ولایت د شيخ ابو نصر فراهي بندر له لارې د وارد شويو کاشيو يوه بېکیفیته جوپه بېرته صادرونکي هېواد ته ګرځول شوې ده.
ياده اداره وايي، د دې جوپې ټوليز وزن ۴۳ اعشاريه ۳ ټنه و، چې له کورنيو معيارونو او ټاکل شويو کیفیتي اصولو سره يې مطابقت نه درلود.
د معيار او کیفیت ادارې مسوولينو ټينګار کړی چې پر وارداتي توکو د کیفیت د څارنې او کنټرول بهير په جديت، روڼتيا او دوامداره توګه روان دی او هېڅ ډول غيرمعياري توکو ته به د هېواد بازارونو ته دننه کېدو اجازه ورنه کړل شي. يادې ادارې زياته کړې چې د وارداتي توکو د کیفیت د څارنې موخه د بېکیفیته توکو د واردېدو مخنیوی، د هېوادوالو د روغتيا خونديتوب او د سالم بازار ملاتړ دی.

