ډېر لوستل شوي

هند د افغانستان پر وړاندې د راتلونکو سياليو لپاره لوبغاړي اعلان کړل

د هند کرېکټ بورډ د افغانستان پر وړاندې د يوې ټېسټ لوبې او درېيو يو ورځنيو سياليو لپاره د پياوړي توپوهونکي شبمن‌ګېل په لوبډلمشرۍ ۱۵ کسيزه لوبډله اعلان کړې، په داسې حال کې چې «کې‌اېل راهول» د يوازينۍ ټېسټ لوبې لپاره مرستيال لوبډلمشر ټاکل شوی دی.
ياد کرېکټ بورډ په خپاره کړي نوملړ کې ليکلي، د هند دوه مخکښ لوبغاړي وېراټ کوهلي او روهېت شرما هم د يو ورځنيو سياليو لپاره په لوبډله کې شامل شوي، خو د روهېت شرما او هاردېک پانډيا ګډون به د هغوی د روغتيا او فېټنېس له ارزونې وروسته وروستی شي.
بل لور ته، هرش دوبې، ګورنور برار او پرېنس يادو د لومړي ځل لپاره د هند يو ورځنۍ ملي لوبډلې ته غوره شوي دي.
د هند مخکښ چټک توپ اچوونکی جسپريت بومرا بيا د دواړو فارمټونو له نوملړه پاتې شوی دی.
ټاکل شوې، د افغانستان او هند ترمنځ يادې سيالۍ د هند غوره ليګ تر پای وروسته، د جون په شپږمه نېټه پيل شي.

اړوند خبرونه