ډېر لوستل شوي

اردوغان: د امریکا او ایران اختلافات د حل وړ دي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په ټلېفوني خبرو کې د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند د غځېدو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ شته اختلافات د خبرو له لارې حل کېدای شي.

رویټرز خبري اژانس د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ له قوله راپور ورکړی چې انقره د واشنګټن، تهران او پاکستاني منځګړو سره نږدې اړیکې ساتلې دي.

راپور زیاتوي، ترکیې د امریکا او ایران ترمنځ د پیغامونو په لېږدولو کې هم رول لوبولی دی.

دا په داسې مهال ده چې د ایران او امریکا ترمنځ جګړه تر څو میاشتو وغځېده، خو ټرمپ د احتمالي جګړې د بیا پیل په تړاو وخت نا وخت څرګندونې کوي.

اړوند خبرونه