ډېر لوستل شوي

ټرمپ: د ایران کړکېچ له امله ښايي د زوی واده کې ګډون ونه‌کړم

د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ښايي د خپل مشر زوی جونیور ډونالډ ټرمپ د واده په مراسمو کې ګډون ونه کړي، ځکه دا مهال د ایران موضوع او نورو مهمو مسایلو سره بوخت دی.

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي، زوی یې غواړي چې هغه په واده کې حاضر وي، خو مراسم به کوچني او شخصي وي.

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، ټاکل شوې د ټرمپ ۴۸ کلن زوی د روانې اوونۍ په پای کې له بټینا انډریوسن سره د باهاما په یوه شخصي ټاپو کې واده وکړي.

راپورونه وایي، د دې واده مراسم په سپینه ماڼۍ کې پلان شوي وو، خو وروسته د ایران اړوند کړکېچونو او احتمالي عامه غبرګونونو له امله کوچني او محدود مراسم غوره شول.

اړوند خبرونه