د اوزبيکستان د سوداګرۍ خونې د مرستیال سهراب عبدالرحمنوف په مشرۍ د ۷۰ کسیز سوداګریز او صنعتي پلاوي د ننګرهار له والي محمد نعیم اخند سره د کتنې پر مهال د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او ګډو اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
د ياد ولايت مقام د رسنيو دفتر د ښاغلي اخند په حواله ويلي، افغانستان په ځانګړې توګه ننګرهار ولایت د صنعت، کرنې، ټرانزیټ، انرژۍ او طبیعي سرچینو له پلوه پراخ فرصتونه لري او حکومت د کورنیو او بهرنیو پانګهوالو ملاتړ ته ژمن دی.
بلخوا، اوزبيکستاني پلاوي ویلي، غواړي له ننګرهار سره په بېلابېلو برخو کې عملي سوداګریزې اړیکې پراخې کړي. همداراز، یاد پلاوي د ننګرهار والي او افغان سوداګرو ته اوزبيکستان ته د رسمي سفر بلنه هم ورکړې ده.

