د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوترېش سره په ټلېفوني خبرو کې د امریکا «زیاتې غوښتنې او ضد او نقیض دریځونه» د مذاکراتو بهیر اصلي خنډ بللی دی.
تسنيم خبري اژانس د عراقچي په حواله ويلي، سره له دې چې پر امریکا باور نه لري، خو ایران بیا هم په مسوولانه او جدي ډول په ډیپلوماټیکو هڅو کې برخه اخیستې او هڅه کوي یوې «معقولې او عادلانه» پایلې ته ورسېږي.
بلخوا، د ملګرو ملتونو سرمنشي د ملګرو ملتونو د منشور اصولو ته د ژمنتیا پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د سیمې د سولې او ثبات لپاره باید ډیپلوماټیکې لارې چارې وکارول شي.
دا څرګندونې په داسې مهال کېږي چې د قطر او پاکستان پلاوي تهران ته تللي او هڅه کوي، څو د ايران او امريکا ترمنځ د احتمالي هوکوې پر وړاندې شته اختلافات حل او خبرې وروستي پړاو ته ورسوي.

