ډېر لوستل شوي

پر يوې ليلې د اوکراين شپنی بريد؛ ۶ کسان پکې وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي

اوکراين د شپې ناوخته د روسیې تر ولکې لاندې د لوهانسک سيمه کې د زده‌کوونکو پر يوې ليلې بريد کړی چې له امله لږ تر لږه ۶ کسان وژل شوي او ۳۹ نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، برید تېره شپه شوی او قربانیان د یادې ودانۍ اوسېدونکي دي.
ورته مهال، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دې برید له امله خپل دفاع وزير ته سپارښتنه کړې چې د «غچ اخیستونکي ځواب» لپاره لازم تدابير ونيسي.
تر اوسه اوکراین په رسمي ډول د دې برید په تړاو څه نه دي ویلي.

اړوند خبرونه