ډېر لوستل شوي

ټرمپ: د ایران هوکړې وروستي جزیات به ژر اعلان شي

د امریکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې له ایران سره د احتمالي هوکړې پر ډېری مهمو برخو خبرې شوې او د دې تړون وروستي جزیات به ډېر ژر اعلان شي.
ټرمپ ادعا کړې چې د یادې هوکړې له مخې به د هرمز تنګی پرانیستی پاتې شي او اوس مهال د هوکړې پر وروستیو تخنیکي او سیاسي اړخونو بحثونه روان دي.
هغه همداراز ویلي، د اسراییلو له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره یې ټلېفوني خبرې ښې او مثبتې وې.
د امریکا ولسمشر زیاته کړې چې د ایران د موضوع په تړاو یې د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر، پاکستان، ترکیې، مصر، اردن او بحرین له مشرانو او چارواکو سره هم ښې اړیکې او درلودې.

اړوند خبرونه