روسیې د اوکراین پر پلازمېنې کېیف او شاوخوا سیمو د توغندیو او ډرونونو پراخ بریدونه کړي چې له امله یې ګڼې چاودنې او څو ځایونو کې اورلګېدنې رامنځته شوې دي.
د نیویارک ټایمز راپور له مخې، دې بریدونه څو ساعتونه دوام کړی او د ښار ګڼو ودانیو ته یې زیانونه اړولي دي.
راپور زیاتوي، روسیې په دې برید کې د «اورېشنیک» منځواټن بالستیک توغندی هم کارولی چې د اوکراین جګړې له پیله دا درېیم ځل بلل کېږي چې دغه توغندی کارول کېږي.
روسیه او اوکراین له شاوخوا څلورو کلونو راهیسې په جګړه کې ښکېل دي. مسکو په وروستیو میاشتو کې پر اوکرایني ښارونو د هوايي بریدونو کچه لوړه کړې.

