د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو سره په ټيلیفوني اړیکه کې ویلي، روسي ځواکونه غواړي د اوکراین په پلازمېنه کېیف کې پر پوځي او د پرېکړو پر مرکزونو همغږي او هدفمند بریدونه پیل کړي.
د ټاس خبري اژانس راپور له مخې، لاوروف په دې ټيلیفوني اړیکه کې ویلي چې دغه بریدونه پر ملکي وګړو او د روسیې پر بنسټونو د اوکراین د بریدونو په غبرګون کې تر سره کېږي.
د راپور له مخې، لاوروف له روبیو غوښتي چې د اوکراین له پلازمېنې څخه خپل ډیپلوماتیک کارکوونکي او وګړي وباسي.
تردې وړاندې روسیې د یوې اعلامیې په خپرولو سره، له ډيپلوماټکو استازو او د نړۍوالو بنسټونو له غړو غوښتي و چې ډېر ژر دې له کېیف څخه ووځي.

