ډېر لوستل شوي

اسحاق‌ډار او روبیو د پاکستان ـ امریکا پر اړیکو او همکاریو خبرې کړې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق‌ډار په واشنګټن کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو سره لیدلي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د پاکستان او امریکا ترمنځ پر اقتصادي، سوداګریزو او امنیتي همکاریو خبرې کړې دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې دواړو چارواکو د دوه‌اړخیزو اړیکو د لا پراختیا پر اړتیا ټینګار کړی او د ګډو ګټو په برخو کې یې د همکاریو د پراختیا په اړه نظرونه تبادله کړي دي.

دا لیدنه په داسې مهال کېږي چې اسلام‌اباد او واشنګټن د اقتصادي او امنیتي همکاریو د پیاوړتیا لپاره د اړیکو د پراختیا هڅې روانې ساتلې دي.

اړوند خبرونه