د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، تهران په اوسني پړاو کې د جګړې پر پای ته رسولو تمرکز لري او د اټومي پروګرام د جزییاتو په اړه هېڅ ډول خبرې اترې نهکوي.
بقایي ټینګار کړی چې تر اوسه له امریکا سره هېڅ تفاهم یا هوکړه وروستۍ شوې نهده او د هر ډول احتمالي توافق په اړه ټول خپاره شوي راپورونه ناسم دي.
نوموړي د امریکا له لوري د «سمندري محاصرې» ادعا ته په اشارې ویلي، هغه څه چې واشنګټن یې د سمندري محاصرې په نوم یادوي، له پیله ناقانونه اقدام و، ځکه د ده په وینا هم یې اوربند نقض کړی او هم یې د سمندري تګ-راتګ ازادي زیانمنه کړې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې، تهران به په عمل کې د مقابل لوري کړنې وڅاري او معلومه به شي چې ایا هغوی خپلو ژمنو ته وفادار پاتې کېږي او که دا یوازې تبلیغاتي څرګندونې دي. بقایي د لوېدیځو هېوادونو وروستیو څرګندونو ته په اشارې ویلي، ایران له کلونو راهیسې د امر او فشار له ژبې سره مخالفت لري او هېڅ لوېدیځ لوری د اسلامي جمهوریت په اړه د «باید» او امر کوونکي ادبیات ونه کاروي.

