د اسلامي امارت دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد وایي چې د افغانستان ملي ګټې له هر څه مهمې دي او د هېواد خاوره به د هېڅ بل هېواد پر ضد نه کارول کېږي.
ښاغلي مجاهد په کابل نړیوال هوايي ډګر کې خبریالانو ته د خبرو پر مهال له روسیې سره د پوځي او تخنیکي همکاریو د تړون په اړه ویلي، افغانستان د روسیې ترڅنګ امریکايي او برازیلي پوځي تجهیزات هم لري او که اړتیا وي او اړوند هېوادونه لېوالتیا وښيي، له هغوی سره به هم د ورته تخنیکي همکاریو تړونونه وکړي.
دفاع وزیر ټینګار کړی چې له بېلابېلو هېوادونو سره د دغو همکاریو اساسي موخه د افغانستان د پوځي ظرفیتونو پیاوړتیا او په پوځي برخه کې د هېواد ځانبسیاینې ته رسېدل دي.
ښاغلي مجاهد زیاته کړې چې اسلامي امارت هڅه کوي د خپلو ملي ګټو او متوازنو اړیکو په چوکاټ کې د هېواد دفاعي وړتیاوې لا پیاوړې کړي.

